Banner

عمر دې ډېر شه: محمد داود تپان

28.11.2010 14:01

عمر دې ډېر شه خو د سرۀ ګلاب په څېر شې ياره 
زه به له تا يمه خو ته له مرګي هېر شې ياره 
زما پر سر به سر ته ورسېږې نه پوهېږې
لكه سالو چې مې له تنه راچاپېر شې ياره
د غنمرګ لالي دعا تپانه داوه تاته
له موره يو يې دغنمو غوندې ډېر شې ياره

مومند 29.11.2010 13:05

ډېر ښكلي بيتونه خو په دريم بيت كې چې كومه نهيلي انځور شوې ده ډېره په زړه پورې ده<br />مومند

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.